IQNA

  سلمان رشدي د یوې سترګې بینائي له لاسه ورکړه

15:31 - October 25, 2022
د خبر لمبر: 3486369
ایکنا-(تهران)د شیطاني آیتونو کتاب مرتد لیکوال سلمان رشدي چې دوه میاشتې مخکې  او په نیویارک کې د یوې وینا پرمهال پرې حمله شوې وه  او  له اپریشن وروسته ئې د ټپونو له امله د خپلې یوې سترګې بینائي  او د یوه لاس خوځیدا له لاسه ورکړې ده.

ایکناخبری اژانس د ګارډيّن له قوله راپور راکړ،د سلمان رشدي په باب یو خپور شوی میډیکل رپورت ښئ چې هغه تردې دمه هغه لږترلږه  دیوې سترګې بینائي او دغه راز د یو لاس حرکت هم له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې وئيل شوي دي،پرسلمان رشدي باندې په حملې کې هغه ته سخت ټپونه رسیدلي وو،او د ګردن په برخې کې هم دهغه درې آپریشنونه شوي  چې د  هغه د لاس د اعصابو دغوڅیدا په دلیل ئې د یوه لاس حرکت دریدلی دی. همداراز ډاکټرانو د هغه په سینې او ګردن او دغه راز د سر کابو پنځلس اپریشنونه وکړل .

دسلمان رشدي استازي په دې اړه  چې دغه لیکوال تر دې دمه  په روغتونو کې بستري دی یا نه ،څه جزیات ورنکړل او یوازې په دې جملې ئې چې  هغه ژوندی دی ،بسنه کړې ده.

۲۴کلن لبنان توکمه امریکائي هادي مطر چې پر رشدی باندې دپه چاقو سره په حملې تورن ؤ ،داګست په  اتلسمه نیټه  په محکمې کې حاضر شو او پر دغه لیکوال باندې د حملې او د هغه د وژلو په اړه دتورونو په باب ئې بې ګناهي ښودلې ده.

هغه البته ترجیح وکړې ،دهغه د وکیل خبرداري ته په پام سره دې پوښتنې ته چې آیا په دې زمینې کې له صادرې شوي فتوا څخه په الهام اخستو سره ئې دسلمان رشدي د وژلو فیصلې کړې ده که نه ؟ هیڅ ځواب ورنه کړ او یوازې په دغو خبرو ئې بسنه وکړه چې ؛ زه د آيت الله خمیني ډیر احترام کوم او فکر کوم چې هغه لوي انسان دی. دا یوازینی شی دی چې ویئلی شم::: 

https://iqna.ir/fa/news/4093949

captcha